جمهور رئیس محمد اشرف غني د عامه خدماتو د اسانتياو په موخه د لومړي خدماتي مرکز ودانۍ منظور کړه

نن چهار شنبه، ۱۳۹۷ د وږي په ۷مه؛ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، د کابینې په اتمه (۸مه) غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د آسان خدمت ادارې، د اداري ودانۍ او لومړني خدماتي مرکز لپاره، د محمود خان پُل تر څنګ پنځه جریبه ځمکه د ښاغلي جمهور رئیس له لوري منظور شوه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د آسان خدمت اداره دا مهال له ۹ بېلابېلو دولتي ادارو سره ګډ کار کوي تر څو د عامه خدمتونو په بهیر کې د شته پېچلتیاوو، اداري فساد او غیر ضروري بیوروکراسۍ له منځه یوسي او د عامه خدمتونو پروسې ساده، رڼې او آسانې کړي او ټول خدمتونه تر یو چتر لاندې راټول کړي.
آسان خدمت اداره به د برښنايی خدمتونو په وړاندې کولو سره د هیواد د هوساینې او پرمختګ ذریعه وګرځي