قرغيزستان کې د مرکزي آسيا پوهنتون څخه ليدنه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آریوبي د قرغیزستان جمهوري هېواد ته د یو لوړ رتبه پلاوي په راس کې د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد په نیرین کې د منځنۍ آسیا پوهنتون څخه ليدنه وکړه
محترم آريوبي د ياد پوهنتون مسؤولينو سره د افغانستان او په ځانګړې توګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ضرورتونو په اړه معلومات شریک کړل او همدا شان يې د مخابراتو وزارت د کارکوونکو د ظرفيت لوړونې په اړه بحث وکړ چې څنګه کولی شو د ياد پوهنتون سره په همکارۍ د ظرفيت لوړونې په پروګرامونو کار وکړو او همدا شان د دغه پوهنتون او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ انستيتيوت) (ICTI د تر منځ همکاري رامنځته کړو
ددې تر څنګ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر په نیرین کې د منځنۍ آسیا پوهنتون د افغان محصلينو سره د هغوی د لاسته راوړنو او ستونزو په اړه ليدنه وکړه