د شهیر پُستي خدماتو شرکت ته د پُستي خدمتونو د جواز ورکول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پُستي خدماتو د تنظیم اداره د هېواد به کچه یوازینۍ دولتي اداره ده چې د پُستي خدمتونو په برخه کې د خصوصي شرکتونو د نظارت، کنترول، ودې او پرمختګ چارې په غاړه لري.
نن دوشنبه د سنبلې میاشتې ۱۲ نیټه ۱۳۹۷ د پُستي خدماتو د تنظیم ادارې د پُستي خدمتونو د قوانینو د تطبیق او د مارکیټ د تنظیم په موخه شهیر خصوصي شرکت ته د یولړ مراسمو په ترڅ کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت د بیلابیلو برخو رئیسان او د مطبوعاتو استازو هم شتون درلود، د فعالیت جواز ورکړ، څو هېوادوالو ته د هندوستان هیواد د ویزی په اخیستلو کې اسانتیا رامینځته د وخت د ضایع مخه هم ونیول شي او هم به ور سره د دغه ادارې عوايد لوړ شي.
د یادونی وړ ده چې د پُستي خدماتو د تنظیم اداره له دی وروسته د هوکړه لیک سره سم متعهد ده چې یاد شرکت ته د پُستي خدمتونو مارکیټ تنظیم، سفارتونو او نورو اړوندو مراجعو ته د اسنادونو د لیږد د پروسې تنظیم، د خسارې د جبران د طرزالعملونو تدوین، شکایتونو ته رسیدګي او د شرکت له ټولو حقه حقوقو څخه ملاتړ وکړي.
همدا راز د پُستي خدماتو اداره په پام کې لري چې په هېواد کې د پستي خدماتو او د ويزې خدماتو د شرکتونو په برخه کې د بهرنيو چارو وزارت له لارې د سفارتونو د مسؤولينو سره خبرې وکړي چې هېوادوال وکولی شي، په اسانه او کم لګښت د ويزې خدماتو ته لاسرسی ولري.