د مخابراتو وزارت د عامه خدماتو اداري پروسې ساده کوي

۱۳ سنبله ۱۳۹۷
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ټرانسپورټ په برخه کې مشتريانو او متقاضيانو ته د سهولتونو رامنځته کولو او د ټرانسپورټي جوازونو د پروسو د ساده سازۍ په برخه کې د ټرانسپورټ وزارت سره همکاري کوي او نن د ټرانسپورټ د عامه خدماتو وړاندې کولو د مرکز د کارونو د پرمختګ په اړه ګډه ناسته تر سره شوه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د ټرانسپورټ وزارت وزیر محترم محمد حميد طهماسي، ددغه وزارت د واټ ټرانسپورټ ریاست د تخنيکي ټیم او د آسان خدمت ادارې د تخنيکي ټیم سره د ټرانسپورټي عامه خدماتو وړاندې کولو د واحد مرکز (One-Stop Shop)، د رامنځته کولو د کار څرنګوالي، اهميت، د کارونو د پرمختګ او په ځانګړې توګه هېوادوالو ته د اسانتياو رامنځته کولو، د اداري پروسو کمولو او د ملي عوايدو د زياتېدو په برخه کې هر اړخيز بحث وشو
د عامه خدماتو واحد مرکز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ نوښت دی چې هېوادوالو ته د رڼو او چټکو خدماتو د وړاندې کولو اسانتياوې رامنځته کوي چې ډېر ژر به د ټرانسپورټ وزارت د عامه خدماتو مرکز افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي