د افغان پُست رياست د پُستي خدماتو د عصرۍ سازۍ د پروژې څخه لیدنه

یکشنبه د وږي مياشتې ۱۱مه

د عصري او مدرنو پُستي خدماتو زمينه سازي او هېوادوالو او مشتريانو ته د لازمو اسانتياو برابرول د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له دندو او مسؤوليتونو څخه دي او همدې موخه ددغه وزارت د افغان پُست رياست د هېوادوالو د پُستي خدماتو د لېږد را لېږد او انتقالاتو په برخه کې د ګرانو هېوادوالو لپاره د هېواد په کچه فعاليت کوي
د همدغه خدماتو د لا اغېزمنتيا او مؤثريت په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزارد آریوبي د پُستي خدماتو د عصري سازۍ پروژه په نظر کې ونيوله چې کارونه يې مخته تللي، محترم شهزاد آریوبي ددغه پروژې د پرمختګونو څارنه وکړه او اړوندو مسؤولينو ته مو د کارونو د لا چټکتيا او ښه کېفيت په اړه لازمې لارښوونې وکړې
ددې تر څنګ هم مهاله د کابل ولايت د ښاري پُسته خانې د عصرۍ سازۍ چارې هم په چټکۍ روانې دي، تر څو کابل ښاريان د عصري پُستي خدماتو څخه برخمن شي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په پام کې لري چې د مرکزي پُسته خانې د عصري سازۍ وروسته ټولو لويو ښارونو ته دغه پروژه وغځوي، تر څو هېوادوالو وکولی شي خپلو پُستي مراسلات پر وخت تر لاسه کړي.