په ارزګان کې به مخابراتي ستونزې ډېر ژر حل شي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آریوبي نن په خپل کاري دفتر کې د ارزګان والي محترم محمد شفیق اسد الله سعید سره ولیدل او په دغه ولايت کې د مخابراتي ستونزو د حل په برخه کې يې خبرې وکړې
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د جلالتمآب جمهور رئیس د وروستي هدايت له مخې په ۳۴ ولايتونو کې د مخابراتي خدماتو د ستونزو لرې کېدو په موخه جدي کار کوي او په راتلونکو مياشتو کې به نه یواځې د مخابراتي خدماتو ستونزې حل شي، بلکې کيفيت به يې نور هم لوړ او ګران هېوادوال به وکولی شي په عادي توګه مخابراتي خدماتو ته لاسرسی ولري
همدا راز محترم شهزاد آریوبي د ارزګان له والي سره ژمنه وکړه چې ددغه ولايت په مرکز کې د موجوده سټيشنونو ظرفيتونه به راتلونکې اونۍ لوړ او په یو شمېر نورو سيمو کې ددوی د غوښتنې سره سم مخابراتي سټیشنونه فعال شي.