د افغان ټېلېکام مخابراتي شرکت ظرفيت ۶.۱ میلیون پیریدونکو ته لوړېږي

د مخابراتو او معلوماتی ټیکنالوژی وزارت په پام کې لري چی د مخابراتی شبکو لپاره د مناسب کاری ماحول په برابرولو سره د هېوادوالو لپاره معیاری او په کم قیمت باندې مخابراتي خدمات وړاندې او د عصري ټیکنالوژۍ څخه په استفادې د مخابراتی خدماتو پیاوړتیا او ودی لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
په همدی اساس د مخابراتي اړیکو د کېفيت او د فعالیتونو د لا پراخېدا په موخه د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غنی تر مشرۍ لاندې د ملي تدارکاتو د کمیسیون یوسلو دوه شپیتمه فوق العاده غونډه دایره شوه او د مخابراتي سکټور پر وړاندې د شته خنډونو په اړوند خبرې اترې وشوې.
جلالتمآب محمد اشرف غنی د مخابراتو د وزارت مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چی په ټولو ولایتونو کې د مخابراتي خدماتو د ستونزو د حل په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي، څو هېوادوالو ته ښه او معیاري خدمات وړاندې شي.
په دغه غونډه کې د افغان ټیلیکام او سلام مخابراتي شبکې د پراختيا او ظرفیت لوړونې په موخه له۳.۱ میلیون پیریدونکو څخه ۶.۱ میلیون پیریدونکو ته رسول کېږي او د انټرنیټي خدمتونو د ودی لپاره د دوه سیټونو Core network GSM نصبولو دوه قراردادونه منظور شو.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي شبکو سره په همغږۍ او په ځانګړې توګه د سلام او افغان ټېلېکام مخابراتي شبکو پر پراختيا کار کوي، تر څو هېوادوال وکولی شي په هر ځای کې مخابراتي خدماتو ته لاسرسی ولري