د واخان دهلیز نوري فايبر پروژې د سروې چارې پېل شوې

بدخشان: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آریوبي د حکومت د لوړ پوړه دولتي پلاوي په ګډون چې د ماليې وزارت سرپرست او د جمهور رئیس ستر سلاکار محترم ډاکټر همايون قيومي، محترم پاسوال احمد فیصل بيګزاد او د چين جمهوري دولت سفیر محترم لیوجینسونگ را سره ملتيا کوله، د بدخشان ولايت د واخان ولسوالۍ ته سفر وکړ او د واخان دهلیز نوري فايبر د سروې ۱۷۰ کيلومتره پروژه يې افتتاح کړه.

ددغه پروژې په عملي کېدو او له چين سره د افغانستان په نښلېدو چې د ورېښمو ډيجيټل لارې د جوړېدو یوه برخه ده، افغانستان د سيمې د معلوماتو د انتقال لاره شي
همدا شان د افغانستان د نوري فايبر شبکه د واخان بندر له لارې چين او د چین له لارې د افریقايي او اروپايي هېوادونو سره وصل، د مرکزي آسيا هېوادونه به د افغانستان له لارې جنوبي آسيا او د قفقاز له لارې د اروپا سره وصل شي
ددغه پروژې په عملي کېدو سره به په افغانستان کې د انټرنېټي او مخابراتي خدماتو بيې را کمې، د افغانستان عوايدو کې ميليونونه ډالرو زياتوالي تر څنګ زرګونه هېوادوالو ته د کار زمينه هم برابره شي
د فیض آباد ښار څخه د چين تر پولې پورې د نوري فايبر شبکې د وصل فاصله ۴۰۰ کيلومترو زياته ده چې د پلي کېدو لګښت يې نږدې ۷۰ ميليونه ډالر کېږي او د چين جمهوري دولت له خوا ورکول کېږي
محترم آريوبي همدا شان مو په دغه سفر کې د بدخشان ولايت د واخان ولسوالۍ اوسېدونکو سره ژمنه وکړه چې په دغه ولسوالۍ کې به د خلکو د اړتياو پوره کولو په موخه د مخابراتي شرکتونو سره په همغږۍ څو مخابراتي آنتنونه هم ولګول شي.