د ITU Telecom world 2018 نړیوال کنفرانس کې ګډون

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آریوبي، د سویلی آفریقا په دوربان ايالت کې د ITU Telecom world 2018 درې ورځني نړیوال کنفرانس چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او ادارو څخه نږدې ۷۰۰۰ پلاوي او د معلوماتي ټکنالوجۍ وزیران په کې ګډون کوي، د آترا ادارې مرستيال محترم سیلاب اميري په ملتيا د افغانستان په استازولۍ برخه اخلي.

ددغه کنفرانس په ترڅ کې به په راتلونکو درې ورځو کې د معلوماتي ټکنالوجۍ د وروستيو پرمختګونو، د معلوماتي ټولنې پر خطرونو او همدا شان د 5G نېټورک پر پراختيا خبرې وشي.

همدا شان په دغه ناسته کې د کوچنيو پانګونو سره د مرستو په اړه خبرې کېږي چې څنګه د نورو پانګوالو سره په شراکت په نړۍ کې د پانګونې زمينه برابره او پراخه کړي.

د سويلي افریقا جمهور رئیس ښاغلي Cyril Ramaphosa د کنفرانس په لومړۍ ورځ پرانېستونکې وينا وکړه.

وروسته د آی ټی يو سکرتر جنرال ښاغلي Houlin Zhao چې په دې وروستيو کې افغانستان ته سفر کړی وو او د افغانستان د ICT سکټور څخه يې لیدنه کړې وه، خبرې وکړې او له ټولو ګډونوالو يې غوښتنه وکړه چې په اړوندو هېوادونو کې د وروستيو پرمختګونو، ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړه په روانو درې ورځو کې مفصل بحثونه وکړي.