د ITU نړيوال کنفرانس “Ministerial Roundtable: “Government enabling smarter digital development” کې ګډون

ډوربن سويلي آفریقا: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د ITU نړيوال کنفرانس په دوهمه ورځ د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د وزیرانو لپاره” د حکومت له خوا ځېرکې ډیجيټل ټکنالوجۍ ته پراختيا ورکولو “تر سر لیک لاندې جوړ شوي ګردي ميز کې ګډون وکړ.

د بحث موخه دا وه چې حکومتونه څنګه کولی شي د ځيرکې ډیجيټل ټکنالوجۍ د پراختيا لپاره د سيمې او نړۍ په کچه کار وکړي.

د ميز ګډونوالو په ټوله کې په دې بحث وکړ چې څنګه د هېوادوالو اړتياو ته په کتو سره د ځېرکې ټکنالوجۍ با کیفيته خدمات په کمه بيه وړاندې او په سيمه ييزه او نړيواله کچه د همکاريو د پراختيا لپاره زمينه سازي وشي او د ICT په برخه کې د خپلو هېوادونو پر لاسته راوړنو، خنډونو، پرمختګونو او راتلونکو پلانونو يې خبرې وکړې.

محترم شهزاد آريوبي د خپلې وېنا په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماټي ټکنالوجۍ وزارت د دوه کلنې کړنلارې، راتلونکو پلانونو او د آی سي ټی سکټور او هېوادونو تر منځ د اړيکو پر څرنګوالي بحث وکړ.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر همدا شان په افغانستان کې د نوري فايبر خدماتو، د انټرنيټي خدماتو د لوړو نرخونو او الکټرونيکي معاشاتو پر ستونزو او لاسته راوړنو هم د ګډونوالو سره خبرې وکړې.