د مخابراتو وزارت د مالي چارو او تدارکاتو نوي رئیسان معرفي شول

د ۱۳۹۷ کال د وږي میاشتې په ۲۴ مه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کنفرانسونو په تالار کې غلام مصطفی نوري د مالي چارو سرپرست رئیس او خیبر صدیقي د تدارکاتو د سرپرست رییس په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي او وزارت کارکوونکو ته ور وپيژندل شول.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مقام د دفتر رییس ښاغلي احسان الله احمدزي دواړو رئیسانو د معرفت په غونډه کې وویل چې په اداره کې تغیر او تبدیل یو اصل دی چې د چارو د ښه والي لپاره ترسره کیږی او تمه ده چې د مالي چارو او تدارکاتو رياست ته د ځوانو رئیسانو په راتلو د اړوندو برخو په چارو کې چټکتيا او شفافيت نور هم زيات شي.

د يادو رياستونو اهميت ته په کتو ښاغلي احمدزي له دواړو رئيسانو غوښتنه وکړه چې د پروسو د چټکتيا او شفافيت لپاره په منطقي ډول د پروسو د ساده سازۍ او د کارونو د بهبود لپاره عملي ګامونه پورته کړي.