د مخابراتي سکتور د عوایدو لوړوالي او غوښتنو باندی بحث وشو

سه شنبه، د سنبلې ۲۷ مه ۱۳۹۷

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد اریوبي د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو معین ښاغلی نجیب الله وردګ، ددغه وزارت د عوایدو عمومي رییس، د مخابراتي خدماتو د تنظیم د ادارې ( اترا) او د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت له استازو سره ناسته وکړه او د مخابراتي سکتور د عوایدو د لوړوالي پر میکانیزم او د مخابراتي سکتور غوښتنو ته د رسیدګي په اړوند یې خبرې وکړې.

ښاغلي اریوبي وویل چې د مخابراتي سکتور عواید د ملي عوایدو یوه مهمه برخه تشکیلوي، بنآ موږ په پام کې لرو چې د شفافیت لپاره د پرمختللو سیستمونو ایجاد، له فساد سره د مبارزې د پلان پر تطبیق او د کاري ظرفیت پر لوړولو سره ددې سکتور عوایدو ته لا پرمختګ ورکړو