د چين سفیر سره د واخان دهليز او سيمه ييز اتصال د پراختيايي پروژو په اړه ليدنه

سه شنبه، د وږی ۲۷مه ۱۳۹۷

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي د چين جمهوري دولت د لوی سفير محترم لیوجین سانگ(Liu Jinsong) سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې ددواړو هېوادونو د اړيکو پر پراختيا او مشترکو همکاريو يې خبرې وکړې.

محترم آريوبي همدا راز د چين سفیر سره د واخان دهليز د مهمې او ملي پروژې د اهميت تر څنګ ددغه پروژې د عملي کېدو په برخه کې د چين پر رول او همکارۍ بحث وکړ او غوښتنه يې وکړه چې د ګډو همکاريو له لارې کولی شو، دغه پروژه د سيمې د یوې حياتي پروژې په توګه عملي کړو.

د نوري فايبر پراختيا، د يجيټل سېلک روټ، د پوسټ عصري سازي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کارکوونکو د ظرفيت لوړونه ددغه ناستې د بحث نور موضوعات وو.

د چين سفير همدا راز د افغان پست د موزيم او عصري سازۍ له چارو له نږدې ليدنه وکړه او غوښتنه يې وکړه چې په راتلونکي کال کې د چين او افغانستان د دوستۍ پست کارت هم چاپ او نشر شي.

چين د یو دوست او ګاونډي هېوادو په توګه تل هڅه کړې چې په افغانستان کې د پراختيا او په خاصه توګه د معلوماتي ټکنالوجۍ او سيمه ييز اتصال په برخه کې فعاله ونډه تر سره کړې ده.