د GHI کمپنۍ د مسؤولينو سره د نوري فايبر پر پراختيا خبرې

سه شنبه د ۱۳۹۷ د تلې ۳مه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن په خپل کاري دفتر کې د GHI هندي کمپنۍ د مسؤولينو سره ولیدل او د هېواد په کچه د نوري فايبر د خدماتو پر پراختيا، د انټرنېټ بنډوېټ، FTTH یا د مسکوني ځایونو ته نوري فايبر، تخنيکي مسائلو، اقتصادي اړخونو، جوړښت، د نوري فايبر اړوندو موضوعاتو او دوه اړخيزه همکاريو په اړه يې خبرې وکړې.

ياده کمپنۍ لېواله ده چې د نوري فايبر د پراختيا په برخه کې د افغانستان سره همکاري وکړي