د اپرا ریاست

د افغانستان د پستي خدمتونو د تنظیم اداره (اپرا) د پالیسۍ جوړونکې او د هیواد په پُستي مارکیټ کې د څارونکې ادارې په توګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په چوکاټ کې تاسیس شوې ده. دغه اداره، د قوانینو په چوکاټ کې د پُستي خدمتونو وړاندي کوونکو او کاروونکو څخه ملاتړ کوي. د هیواد د پُستي خدمتونو د څرنګوالي څآرنه د آپرا ادارې له مهمو مسؤلیتونو څخه ګڼل کیږي. هیوادوالو ته په مناسبه بیه، ښه کیفیت پُستي خدمتونو وړاندې کولو او عامه پارسلونو خوندیتوب لپاره د سالمو سیالیو رامنځته کول د دغه ریاست یوه ځانګړې پالیسي ده او په بازار کې د دغې پالیسۍ پلي کولو په موخه تل هڅه کوي. د ښو اړیکو، مسلکي او بشپړ همغږۍ، د خدمتونو د وړاندې کوونکو ګډه هڅه، لازمو اسانتیاوو رامنځته کول، د پُستي خدمتونو په وړاندې د غیرقانوني ستونزو له منځه وړل هم د اپرا ادارې له کارونو څخه شمیرل کیږي. په دې برخه کې اوسمهال 7 خصوصي شرکتونو پانګه اچونه کړې ده او د باصلاحیته چارواکو لخوا د خپل حقوقي شخصیت د تثبیت څخه وروسته د پُستي خدمتونو د وړاندې کولو جواز تر لاسه کړي د قانون او مقرراتو له مخې به خپل حقونه او امتیازونو څخه ګټه ترلاسه کړي. او کورني او نړیوال کوریر اکسپرس خدمتونه وړاندې کوي، په مرکز او ولایتونو کې د خپلو دفترونو په پرانیستلو سره به خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي.

د چټکو پُستي خدمتونو وړاندې کوونکې شرکتونه په لاندې ډول دي.

  1.  
    • پُست سریع باختر (Bakhter Speedy Post)
    • تی ان تی (TNT)
    • دی اچ ال (DHL)
    • ایکسپو (FedEx)
    • پُست سریع نی (Nye Express)
    • پُست سریع ایروپارسل (AeroParcel Express)
    • پُست سریع کابل آریانا (Kabul Ariana Express)
    • له دې کبله د ټولو هیوادوالو، دولتي ادارو ، تعلیمی او لوړو زده کړو ، بانکونو او غیردولتي بنسټونو څخه غوښتنه کیږي چې خپل پُستي مراسلات د هغو شرکتونو له لارې چې قانوني جواز لري، ملي او نړیوالو مراجعو ته ورسوي او ترلاسه کړي او د خپلو مراسلاتو له خوندیتوب او محرمیت څخه ډاډمن شي. همدارنګه د خپلو مراسلاتو د لیږد او رالیږد په موخه د شخصي ترانسپورتونو له لارې چې قانوني جواز نلري له ګټې اخیستنې څخه ډډه وکړي . د پُستي خدمتونو اداره تل د هیوادوالو په چوپړ کې قرار لري د هغوي شکایتونه اوري او د هیواد د نافذه قوانینو پر بنسټ ورته د حل لارې لټوي. همداراز هیوادوالو څخه غوښتنه کوي که چیرې انفرادي اشخاص او شرکتونه چي د جواز پرته پُستي چارې تر سره کوي، وګوري د 2106012(020) ټلیفون شمیرې یا د 20333 پُست بکس یا contact@apra.gov.af برښنالیک او یا د اپرا ادارې سره په مستقیمه توګه اړیکه ټینګه کړي.
  2. کاری ساعتونه
    1. له شنبی تر چهارشنبه پوری د سهار 8 تر مازدیگر 4 بجی پوری

د لا زیاتو معلوماتو لپاره http://apra.gov.af/ps   کیکاږئ.