د NIXA پروژې موخه

په افغانستان که اوس مهال ۶۰ انترنتی چوپړونو وړاندی کولو کمپنی د اترا اداری څخه د جواز په درلودلو سره کار او فعالیت کوی چی د هیواد په مختلفو ځایونو کی موقعیت لری او هره کمپنی د هیواد په ګوډ ګوډ کی انترنیتی خدمات  تر سره کوی .

اوس مهال په افغانستان کی د انترنیتی خدماتو کمپنی خپل انترنتی ټرافیک په مختلفو لارو روټ (Rout ) کوی یعنی یوه خاصه داخلی ګیټ وی وجود نه لری چی له همدی لاری تولی کمپنی خپل انترنیتی ترافیک تبادله کړی دغه ټول ترافیک د هیواد نه بهر د نور ګیټ وو څخه په استفادی سره خپل روټ(Rout )تر سره کوی چی دا کار له یوی خوا زموږ د اطلاعاتو  نه خوندی توب به ډاګه کوی او له بلی خوا انترنت زموږ له کنترول هم وځی یعنی موږ نه شو کولی چی په خپل انترنت ښه کنترول ولرو او د هر هیواد له ګیټ وی چی کار واخیستل شی هغه هیواد به اسانی سره کولی چی چی زموږ معلومات وګوری چی په تخنیکی لحاظ دی ته Sniffing  وایی.

همدارنګه دی د اطلاعاتو د لاسه روکولو (Loss of packets)  هم د همدی اوږدی لاری د طی کولو او له مختلفو hops څخه تیریدلو له وجی کیږی چی زموږ یو اندازه معلومات یا پکیت له لاسه ورکوو او دغه ترانزکشن هیڅ دول اعتبار هم نه لری نو لدی امله موږ باید یو با اعتبار د انترنت د تبادلی وسایل او تجهیزات په خپل هیواد کی نصب او ځای پر ځای کړو تر څو له یوی خوا موږ ترانزکشنونو په امن او په اعتباری ډول تبادله شی او له بلی خوا د معلوماتو یا پکیټ د لاسه تلو مخنیوی وشی . او د الکترونیکی حکومتداری او الکترونیکی سوداګری یو ښه او منظمه لاره پرانیزو.

سره لدی چی یادو انترنتی خدماتو کمپنیو ډیره زیاته پانګونه پدی لاره کی کړی خو بیا هم دوی خپل انترنت یا هوسټ له نور انترنتی کمپنیو څخه  په لوړ قیمت تر لاسه کوی چی دا په خپله د کمپنی په اقتصاد ناوړه اغیزه لری او دوی نشی کولایی چی په ښه او ارزانه بیه انترنت په هیواد کی عرضه کړی ځکه دی خپله لینکونه له هیواد نه بهر د نور انترنتی خدماتو کمپنیو څخه اخلی

الف: د یو منظم سیستم رامنځ ته کول تر څو وکولایی شوی ټول انترنتی کمپنی په خپلو منځو کی سره وصل او ونښلوو یعنی د دی تر منځ Peering  وشی  چی دا د انترنتی اطلاعاتو د تبادلی لپاره دیره ښه او اسانه لاره ده چی له یو خوا به زموږ داخلی انترنت ښه کنترول شیی او له بلی خوا به خلک انترنت ته به دیره اسانه او ارزانه قیمت لاس رسی پیداکړی چی د همدی سیستم د رامنځ ته کولو له امله به په راتلونکی کی نور انترنتی خدماتو کمپنی چی رازی له همدی سیستم سره په په اسانی سره وصل کیږی چی د انتر نیت په موثریت او مثمریت ښکاره اغیزه لری.

ب: د غیر ضروری  بین المللی انترنت د استعمال مخنیوی د داخلی انترنت څخه په اعظمی توګه استفاده کول او همدارنګه د انترنتی بیو ټیټول . او د ټولو وګړو لاس رسی انترنت په اسانی سره.   

ج: د داخلی انترنت امنیت ساتل همدارنګه د انترنت ګیفیت لوړول او د انترنت د تبادلی په صورت کی د انترنت امنیت خوندی ساتل تر څو محفوظ انترنت خلکو ته ورسیږی او د هر ډول سایبری برید څخه په امان کی وی.