د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت وروستۍ لاستــه راوړنــــې

دمبائیل خدمتونه:

  • په افغانستان کې تر ۱۳۸۲ هجری لمریز کال پورې مخابراتي خدمتونو په ډیره ابتدائی بڼه شتون درلود، خو دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مؤفقه او بریالیو ستراتیژیو او پلانونو  په پایله کې، د ۱۳۹۳ کال تر وروستیو پوري دهیواد ۸۹ سلنه د اوسیدو سیمې د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راغلي.
  • تر دي مهاله د هیواد ۱۸ میلیونه وګړي د موبائیل خدمتونو څخه ګټه اخلي.
  • د ۱۳۹۳  کال تر ورستیو پوري د مخابراتو په سکتور کې شاوخوا ۲.۵ میلیارده امریکايي ډالره پانګونه شوي ده.
  • په ۱۳۹۰ کال کې د مخابراتو له سکتور څخه ۲۰۰ میلیونه امریکايي ډالره د دولت خزانې ته جمع شوي دي.
  • د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ په سکتورکې له ۲۰۴۰۰۰څخه زیاتو کسانو ته د کار کولو آسانتیاوي برابري شوي چې مسلکي، غیرمسلکي، قراردادیان، کسبه کاران او د مخابراتي وسایلو او تجهیزاتو پلورونکي په کې شامل دي.

د جـی ايس ايـم نړيواله جايـزه:

  • په هیواد کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ خدمتونو د چټکې ودې او د ښې حکومتدارۍ له امله د۲۰۱۱م کال نړیواله جایزه چې یو لوی ملی ویاړ دی، دGSM نړیوالې ټولنې له خوا د یو کانفرانس په ترڅ کې چې د هسپانیا په هیواد کې جوړ شوی وو د افغانستان په استازیتوب د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزیر ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین تر لاسه کړه.

د نوري فایبر شبکه:

د نوري فایبر شبکه د اوسني عصر یو له لویو او پرمختتلو ټکنالوجیو څخه بلل کيږي چې دیادې پروژې په پلي کیدو سره به په مخابراتي او انټرنيټي  بیو کې خورا ډیر ټيټوالی رامنځته شویدی.

  • د هیواد ۱۲  ولایتونه د نوري فایبر د کیبل له لاري د ښو مخابراتي اړیکو دټینګښت لپاره یو له بل سره نښلول شويدي.
  • په ۱۵ نورو ولایتونو کې د نوري فایبر د کیبل د غځولو کار دوام لري.
  • په۱۳۹۰ کال کي به دنوري فایبر د کیبل غځولو عملي کار په ۵ نورو ولایتونو کې هم پیل شي.
  • افغانستان له ځيني ګاونډیو هیوادونولکه پاکستان، ایران، ازبکستان او تاجکستان سره د نوري فایبر له لاري وصل شوی دی  او په نږدي راتلونکي کې به له ترکمنستان سره هم وصل شي.
  • د نوري فایبر په پروژه باندې په ټولیزه توګه ۶۵ میلیون پانګونه شوي چې دغه رقم په تیرو دوو کلونو کې بیرته ترلاسه شویدی.
  • دا مهال د نوري  فایبر میاشتنی عواید ۴.۶۳ میلیونه ډالره دی چي کلنی عواید يې ۵۵ میلیونو ډالرو ته رسیږي.
  • په جنوبی ولایاتو ( پکتیا ، خوست ، لوګر، او پکتیکا)  کې دنوري فایبر د شبکي پراختیایې کاربه په ۱۳۹۱ کال کې بشپړشي.
  • په مرکزي ولایتونو  لکه بامیان، دایکندی او غور کې دنوري فایبر د کیبل غځولو کار په ۱۳۹۱ کال کې پیل شوی او په ۱۳۹۳ کال کې به بشپړ شي.
  • په تخار او بدخشان ولایتونو کې به د نوري فایبر د کیبل غځولو کار په ۱۳۹۱ کال کې پیل او په ۱۳۹۳ کال کې به بشپړه شي.

افغان تیلی کام:

  • د افغان تیلی کام شرکت لومړنی دولتي مخابراتي شرکت دی چې په ۱۳۸۴ کال کې رامنځته شو.
  • د افغان تیلی کام شرکت د ډیجیټل، انټرنیټ، موبائیل او نوري فایبر خدمتونه  وړاندې کوي.
  • په ۱۳۸۹ کال کې د دغه شرکت عواید ۲.۱۱ میلیارده افغانی او  ۱.۵  میلیارده افغانی لګښت درلوده.
  • په ۱۳۹۳ کال کې بیا دیاد شرکت عواید ۶.۷۴ میلیارده افغانی او لګښت یې ۴.۰۶ میلیارده افغانی وه.
  • یاد شرکت د جوړیدو له ورځي تر اوسه پوري په په خپلو پښو ولاړ دی.

انټرنيټ:

  • د انټرنیټ په برخه کې پرمختګونه شوي خو بسنه نه کوي.
  • ۴۰ د انټرنیټي خدمتونووړاندي کوونکو شرکتونو ته جوازونه  ورکړل شویدي.
  • د DSL یا چټک انټرنيټی خدمتونو وړاندې کول د هیواد په ۶ لویو ښارونو کې فعال شويدي.
  • شاوخوا ۱۰ سلنه د هیواد وګړي چي دری  میلیونه کسان کیږي عملاً له انټرنيټی خدمتونو څخه ګټه اخلي.
  • د نوري فایبر له فعالیدو سره سم په انټرنيټی بیو کې خورا ټیټوالی رامنځته شويدی.
  • په ۲۰۰۲ کال کې د سټلایت په مرسته د یو میګابیټ انټرنيټ بیه ۵۰۰۰ امریکایي ډالره وه، چې دا بېې ۱۵۰۰ او وروسته بیا ۹۰۰ امریکایي ډالرو ته راښکته شوي خو دامهال د نوري فایبر د شبکې په مرسته  یو مګابیټ بیه په عمده توګه ۳۰۰ ډالره ته راښکته شوي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅه کوي چې دابیې نوري هم راښکته شي.

 د ICTI انستیتوت:

  • د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتوت  لومړنی مخابراتی او معلوماتي انستیتوت دی چې د لوړو زده کړو محترم وزارت په مرسته د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د ودې او پراختیا په موخه په افغانستان کې جوړ شويدی.
  • له یاد انستیتوت څخه په ۱۳۸۹مجموعا ۱۹۴  کسان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له څانګې څخه د لیسانس په سویه فارغ شوي چې له نیکه مرغه  ټول فارغان اوسمهال په دندو بوخت دي.

  پستي خدمتونه:

  • د پست په برخه کې کورني او نړیوال پوستي خدمتونو فعالیت لري.
  • دا مهال په ټول هیواد کې ۴۶۴ پسته خاني فعالیت لري.
  • ۷ خصوصي پستي شرکتونو ته د پستي خدمتونو جوازونه  ورکړل شویدي.
  • دپستي شرکتونو د کړنو تنظیم، کنترول او څارني په موخه د پستي خدمتونو د تنظیم اداره ( اپرا) رامنځته شوي ده.
  • په ۱۳۹۳ کال کي د پُست اداري عواید ۱۵۳۹۳۲۴۵۸  افغانیو ته رسیږي.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره:

  • یاده اداره د مخابراتی شرکتونو د فعالیت د تنظیم او څارني په موخه جوړه شوي ده.
  • د مخابراتي او انټرنيټی خدمتونو د جواز صادرول، تعدیل، تقلیل او لغوه کول د اترا اداري لخوا ترسره کیږي.
  • یاده اداره په هیواد کې د غیر مجازو مخابراتی فعالیتونو څخه مخنیوی کوي.
  • تر دي مهاله د یادي اداري لخوا متخلفین ۸۰ میلیونه افغانی جریمه شويدي.  
  • نوموړي اداري تر اوسه ۴۹ سیم باکسونه چې په غیر قانوني توګه یې فعالیت درلود کشف او ظبط کړي دي.
  • تردي مهاله ۱۶ هغه شرکتونه چې په غیر قانوني توګه یې فعالیت درلود کشف شوي او فعالیت یې درول شوي او د مجازاتو پروسه يې ترلاس لاندې ده .
  • د غیر اخلاقی سایټونو د مخنیوي په موخه ۴۴ انټرنيټي شرکتونه او ۶۸ انټرنیټ خوني  فلتر شوي او فعالیت یې تر څارني لاندې نیول شوی.

مطبوعات:

  • د راډیو او تلویزیونو د فریکونسی د جواز صادرول د مخابراتي ختومتو د تنظیم اداری (اترا) مسؤلیت دی.
  • د مخابراتي خدمتونو وده او پراختیا د غږیز او انځوريزو رسنیو په  پراختیا او وده  کې مؤثریت لري.
  • اوس مهال موږ په هیواد کې ۶۸ تلویزیونی شبکي لرو چې ( ۳۵ يي په مرکز او  ۳۳ په ولایتونو کې) فعالیت کوي.
  • اوس مهال په هیواد کې ۱۷۴ راډیوګاني لرو چې ( ۴۷ يي په مرکز او ۱۲۷ په نورو ولایتونو کې) فعیت کوي.
  • ۶۳۳ د راډیو اسټیشنونه او ۲۲۸ د تلویزیون اسټیشنونه  په هیواد کې فعال دي.
  • د راډیو او تلویزیون د فریکونسی د نه شتون له امله په کابل کې د ویش لړی  بنده ده.
  • شاوخوا ۲۱ تلویزیونونه  او ۲۷ راډیو ګاني د  انتظارپه لست  کې دي.
  • په دي اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ آند دا دی چې د راډیو ګانو او تلویزیونونو لپاره شرایط وړاندي  شي  ترڅو نشرات معیاري او د غیر مؤثرو  راډیو ګانو او تلویزیونو څخه مخنیوی وشي. دزیاتو معلوماتو لپاره http://atra.gov.af/en/page/6963/6966/7047 and http://atra.gov.af/en/page/6963/6966/7046

تر پوښښ لاندې سیمې:

  •  دا مهال دهیواد ۸۰ سلنه وګړي تر مخابراتی  پوښښ لاندې راوستل شوي، په پلان کې ده چې  دا کچه تر ۱۳۹۳ کال پوري د مخابراتي خدمتونو د پراختیا صندوق په مرسته ۹۵ سلنې ته لوړ شي.
  • دغه صندوق د افغانستان کلیوالو او لیري پرتو سیموته د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په موخه جوړشوی دی.
  • مخابراتي شرکتونه له خپل میاشتني عاید څخه ۲.۵ سلنه یاد صندوق ته ورکوي.
  • دا مهال په یاد صندوق۷۴ میلیونه امریکایي ډالر شتون لري.
  • دیاد صندوق په مرسته د دوو کلنو په اوږدو کې دهیواد ۵۵ سیمې د سبسایدي په بڼه تر مخابراتي پوښښ لاندې راغلي .
  • د ۱۰۰ نورو سیمو قرارداد لاسلیک شوی چې په نږدي راتلوونکو کې به تر مخابراتي پوښښ لاندې راشي.
  • په پلان کې ده چې د هیواد ټولې لیري پرتي سیمې په درې راتلونکو کلونو کې په تدریجي توګه تر مخابراتي پوښښ لاندې راوستل شي.

د 3G یا درېیم نسل ټکنالوجی خدمات وړاندې کول:

  • د برود بانډ یا چټک انټرنيټی خدمتونه د 3G  ټکنالوجۍ له لاري  ټولو هیواد والو ته وړاندې کيږي.
  • ددریم نسل یا (3G) ټکنالوجۍ د جواز صادرول پیل شوي اوتر دي مهاله د اتصالاتو، MTN  ، روشن  او افغان بیسیم مخابراتي شرکتونو  د ۲۵ میلیونو امریکايی ډالرو په بدل کې  چی جمعآ  ۱۰۰ میلیون امریکایی ډالره کیږی ورکړل شوی او په نږدي راتلونکو کې به د افغان بیسیم مخابراتی شرکت په غوښتنه  یاد شرکت ته  هم ورکړل شي.  
  • دیادو جوازونو په ورکړي سره به هیوادوال وکولای شي چې خپل ګرځنده تلیفون لاري ویدیویي اړیکې او چټک انټرنيټ خدمتونو څخه ګټه واخلي.
  • د هر جواز په ورکړي سره دولت ته ۲۵ میلیونه ډالره عواید راځي.
  • که چیرته څلورواړه مخابراتي شرکتونه جواز  واخلي ۱۰۰ میلیونه ډالربه د دولت خزاني ته تحویل شي.
  • د انټرنيټ کاروونکي دا مهال ۵۰ سلنه دي،  پلان ده چې دغه شمیره به په درې راتلونکو کلونو کې ۸۰ سلنې ته لوړه  شي.

برېښنايي تذکرې :

  • الکترونیکي تذکره هغه سند ده چې له جعل او تذویر څخه مخنیوی  او د فساد په له منځه وړلو کې مرسته کوي. د دې ترڅنګ به د ټاکنو په ملي پروسه کې سرعت او روڼتیا رامنځته کړي.
  • له دې کارت څخه د نورو سکټورونو په برخه کې هم ګټه اخیستل کېدای شي.
  • د برېښنايي تذکرو د پروژې د عملي  پلي کولو په برخه کې لاندې کارونه ترسره شوي دي:
  • د مخابراتو او کورنیو چارو د وزارتونو ترمنځ د پروژو د تطبیق هوکړه لیک د وزیرانو شورا د جلسې لخوا تایید شو.
  • د مخابراتو وزارت د برېښنايي تذکرو د تخنیکي سېستم د جوړولو مسؤلیت په غاړه لري.
  • برېښنايي تذکرو د وېشلو مسؤلیت د کورنیو چارو وزارت په غاړه دی.
  • د الکترونیکي تذکرو د سېستم په جوړولو کې له پرمختللې ټکنالوجۍ څخه ګټه اخیستل کېږي.
  • ددې سېستم له لارې د ګوتو نښې، د سترګو انځورونه اخیستل کېږي او د تذکرې د درلودونکي شخص نور ټول معلومات په مرکزي ډیټابیس کې خوندي کېږي.
  • یاد سیستم ۱۰۰ سلنه مصؤن او مطمئین دی.
  • د پروژې کارپیل شوی  او په راتلونکو شپږو میاشتو کې به  سېستم د تذکرو  وېشلو ته چمتو کېږي.

الکترونیکي حکومتوالي :

  • د ښو خدمتونو د وړاندې کولو، د ګټورې او رڼې حکومتدارۍ جوړولواو پیاوړي کولو، او دخلکو د ژوند د سطحې د لوړولو په موخه ډېر ګامونه اخیستل شوي دي، چې په لنډه توګه تري یادوونه شویده:
  • د ICT د ښارګوټي جوړول
  • له لیرې واټن څخه درملنه کول
  • له لیرې واټن څخه زده کړه کول
  • بزګرانو ته د معلوماتي ټکنالوجۍ په مرسته د عامه پوهاوي خپرونو وړاندې کول.