د مخابراتو اومعلوماتي تکنالوجۍ وزارت د ۳ راتلونکو کلونو موخي

د مخابراتو اومعلوماتي تکنالوجۍ وزارت د ۳ راتلونکو کلونو موخي:

  • دهیواد پاتي ۱۱ سلنه وګړي تر مخابراتي پوښښ لاندې راوستل
  • د نوري فایبر شبکې پراختیا
  • د چټک انټرنټي خدمتونو وړاندې کول
  • د بريښنايي تذکرو سیستم جوړول
  • بريښنايي حکومتداري
  • ديجیتلی تولویزیونونه  (مکمل شوی)
  • د سټلایټ نصبول  دافغانستان د مد ار د ختیځ په ۵۰ درجو کې ( مکمل شوی)

  د پوښښ سیمې:

  • دا مهال دهیواد ۸۰ سلنه وګړي تر مخابراتی  پوښښ لاندې راوستل شوي، په پلان کې ده چې  دا کچه تر راتلونکی کال پوري د مخابراتي خدمتونو د پراختیا صندوق په مرسته ۹۵ سلنې ته لوړ شي.

نوري فایبر:

په جنوبي ولایتونو (لوګر، پکتیا، خوست ، پکتیکا) کې د نوري فایبر شبکې دکار پراختیا دوام لري او په ۱۳۹۱  کال کې به بشپړه شي.

  • د هیواد په مرکزي لکه بامیان، دایکندي او غور ولایتونو کې د نوري فایبر د کیبل غځول په ۱۳۹۱ کال کې پیل او په ۱۳۹۳ کال کې به بشپړ شي.
  • همدارنګه د تخار او بدخشان ولایتونو کې د نوري فایبر غزولو کار په ۱۳۹۱ کال کې پیل او ۱۳۹۳ کې به بشپړ شي.

د 3G یا د درېیم نسل تکنالوجی ختومتونو وړاندې کول:

دهیواد ټولو وګړو د برودباند یا چټک انترنیتی خدمتونو برابرول د ته 3G تکنالوجۍ په مرسته

  • د3G یا درېیم نسل تکنالوجۍ د ۲۵ ولایتو کی فعال شوی ږ
  • د یادو ټکنالوجۍ سره به هیوادوال وکولای شي چې د خپل ګرځنده تلیفون له لاری د ویدیویي اړیکو او چټک انټرنټ څخه ګټه پورته کړي.
  • په  راتلونکو۳ کلونو کې  د انترنت کارونکي ۵۰ سلني څخه۸۰ سلني ته لوړول

بريښنايي تذکره:

  • بريښنايي تذکره یو پرمختللی سند دی چې د جعل ، تذویر او فساد په مخنیوی کې مرسته کوي او ترڅنګ یې په مهمه او ملي امر یانی د ټاکنو په بهیر کې روڼتیا رامنځته کوي او دا بهیر چټک کوي.
  • له دغه کارت څخه د نورو سکټورونو د تنظیم لپاره هم کار اخستل کیږي.
  • د الکترونیکي تذکرو د پلي کیدو په موخه لاندې کارونه ترسره شوي.
  • د کورنیو چارو او د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجۍ وزارتونو تر منځ د پروژي پلي کیدو هوکړه لیک لاسلیک شوي چې د وزیرانو شورا د تایید وړ هم ګرځیدلي ده.
  • د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د بریښنایي تذکره لپاره تخنیکي سیستم جوړولو دنده پرغاړه لري.
  • د تذکرو ویش د کورنیو چارو وزارت دنده ده.
  • د بريښنايي تذکرو سیستم کې به له پرمختللي تکنالوجی استفاده کیږي‎.
  • د همدغه سیستم په مرسته به د لسوواړه ګتو نښې او د سترګو انځور اخستل کیږي او د الکترونیکي تذکري ټول معلومات په خوندي توګو په مرکزي ديتابیس کې ساتل کیږي.
  • یادسیستم سل سلنه مصونه او د ډاډ وړ دی.

د پروژي کار پیل شوي او په شپږو راتلوونکو میاشتو کې به سیستم د تذکرو ویش ته چمتو شي.

 

الکترونیکي حکومت :

د ښو خدمتونو د وړاندې کولو،  د هیوادوالو د ژوند د ښه کولو او د موثرې او شفافې حکومتدارۍ  په موخه ‌ډېر ګامونه اخیستي دي چې په لاندې ډول خلاصه کیږي :

  • د ICTد ښارګوټي جوړول
  • له لرې واټن څخه درملنه
  • له لرې واټن څخه زده کړه
  • له معلوماتي ټکنالوجۍ ځخه په ګټه اخیستنه کروندګرو ته دعامه پوهاوي برنامې

ډیجیټلي تلویزیونونه :

د مخابراتو وزارت په هیواد کې د ډیجیټلي تلویزیون شبکې فعاله کړ.

  • په راتلونکو درې کلونو کې تلویزیوني خپرونې د ډیجیټلي شبکو پرمټ د هیواد ټولو ولایتونو ته پراختیا پیداکوي.

ننګوني :

  • د مخابراتي پراختیايي پروژو په ځینو سیمو کې د امنیتي ستونزو شتون.
  • د هیواد په ځینو لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي وسایلو او تجهیزاتو د لیږد په موخه د لارو ، سرکونو  او په ځینو سیمو کې د مخابراتی وسایلو د کاروني لپاره دبريښنا نه شتون
  • د امنیتي ستونزو له کبله د قیصار څخه تر قلعه نو او له قلعه نو څخه تر هرات پورې د نوي سړک نه بشپړېدل.
  • له قندهار څخه تر فراه رود پورې سیمو کې، د غزني ولایت له مقر څخه تر ګیلان ولسوالۍ د پروژې د لومړي فاز کار بشپړ نه شو.
  • د ښاروالیو له خوا د تخنیکي او پستي ودانیو جوړولو لپاره د ځمکو د تثبیت ستونزې